نړۍ

داوکراين صدراعظم دامريکا له جمهور رييس سره ګوري.

واشنګتن   ايرنا   باختر دکب دمياشتې ١٩
د اوکراين صدراعظم ا رسني ياتسنيوک امريکا ته سفر کړى دى او دچارشنبې
په ورځ به  ددغه هيواد له جمهور رييس بارک اوباما  سره  وګوري.
باختر آژانس دايران د دولتي خبري آژانس له خولې خبر راکړ  :
دغه کتنه  د اوکراين له خلکو سره دامريکا په ملاتړ باندې ټينګار دى او په  بهير کې به يې دکريميا په  ټاپو وزمه کې د  روسيې دپوځي لاسوهنې دمسلې دسوله ييز حل د لارې دموندلو په باب خبرې وشي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :  د روسيې له خوا کريميا ته دپوځي ځواکونو داستولو  او له روسيې سره دهغې دالحاق  په باب خبرې ددغې کتنې مهمې موضوعګانې  دي .
د شنبې  په ورځ  دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري له خپل روسيې سيال سره
په ټيلفوني اړيکه کې د روسيې له  خاورى سره د کريميا دټاپو وزمې د يو ځاى کيدو لپاره د هر  راز هلوځلو په باب کرملين ته خبردارى ورکړ او ويې ويل چې دغه اقدام به د اوکراين دمسلى ديپلوماتيک حل له  ډب سره مخامخ کړي .
د اوکراين بحران چې  د روان کال دلړم دمياشتې له وروستيو څخه پيل شو دهغه په پراځيدو او ددغه هيواد دجمهوري رياست له مقام څخه دويکتوريانو کوويچ   په ګوښه کيدو سره په تاوتريخوالي اوښتى دى او دغه راز دوام لري .
ياتسنيوک چې په دې وروستيو وختو کې يې  دنوې صدراعظم  په توګه په کار پيل کړى دى  د روسيې په جمهور رييس ولاديمير پوتين د سړې جګړې له وخت څخه په اروپا کې دنړيوالې بحران د رامنځته کولو تور لګولى او د روسيې د زياتو لاسوهنو په نسبت يې انديښنه څرګنده کړې  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته