داوکراين شپږ تنه سرتيري ووژل شول

کيف نيوز نو باختردلړم دمياشتې ١١ :
  داوکراين ددفاع او دملي  امنيت  دشورا وياند ولاديمير پوليووي په پرونيو نښتو کې  دشپږو تنو حکومتي سرتيرو د وژل کيدو او دلسو تنو نورو دټپي  کيدو خبر ورکړى دى.
ولاديمير پوليو وي  دسر ددغه زيان په باب خبرې وکړې  خو دا  يې ونه ويل چې دغو  پوځيانو ته په کوم ځاى کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
له هغه اوربند سره سره چې داوکراين حکومت او د روسيې پلويو بيلتون غوښتوونکو دروان  کال دتلې دمياشتې په لومړيو وختو کې  پرې موافقه وکړه ، داوکراين په ختيځ کې نښتو دوام کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته