داوولسو تنو طالبانو وژل کيدل .
کابل باختر دثور دري ويشتمه :
دوسله والو طالبانو او په حقاني شبکې پورې تړلي اوولس تنه افراد په افغانستان کې ديولړعملياتو په بهير کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې ددغو تروريستي ډلو څلور تنه افراد نيول شوي دي .
دغه عمليات دقندهار، غزني ، جوزجان ، فارياب ، لوګر ، ميدان وردګو او دپکتيا دولايتونو په ځينو سيموکې ترسره شوي دي .
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ ، چې ددغو عملياتو په بهير کې ددغو تروريستي ډلويو ويشت تنه افراد وژل شوي او يا نيول شوي دي .
ناټووايي چې ددغو دوو ډلو څلور تنه قوماندانان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
ويل کيږي چې ددغو پوځي عملياتو په بهير کې دوسله والوطالبانو او دحقاني دشبکې په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونه کيلوګرامه نشه يي او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .