۱۰۰ ورځې

داوود سلطان زوى خپل پروګرامونه بيان کړل

کابل باختر د کب شپږ ويشتمي
د جمهوري رياست نوماند داوودسلطان زوى نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې خپل پروګرامونه ملاتړو ته يې بيان کړل.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د جمهوري رياست دغه نوماند دخبرو په ترڅ کې د خپلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، روغتيايي، فرهنګي او امنيتي پروګرامونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې له اداري او سياسي فساد سره مبارزه زما يو ملي کاري لومړيتوب دى او له دغو پديدو سره به په جدي توګه مبارزه وکړي.
سلطان زوى د کليو انډوليزه پرمختيا خپل يو بل پروګرام  وباله او ويې ويل: دکليو په پرمختيا سره کولاى شو په ښارونوکې د وګړو د ګڼې ګوڼې مخه ونيسو.
د ده د څرګندونوله مخې: د ده ټول پروګرامونه دملي ستراتيژۍ له مخې عيار شوي دي.
دسلطان زوى د څرګندونو له مخې: د ده په نورو پروګرامونو د زرګرۍ او په خپله د افغانستان د قيميتي ډبرو د صنعت وده ده.
په دې غونډه کې علمي، فرهنګي اوسياسي شخصيت يار محمد تره کي د يو شمېردموکراتيکو بنسټونو په استازيتوب د جمهوري رياست د نوماند داوود سلطان زوى سره خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته