کابل باختر د وري د مياشتې ١١
داورنيسال د ملي ټيم غړي د اروپا د ازادى اتلولى د لو بو په دريمه دوره کې دګډون په مقصد ترکيې ته لاړ
باختر اژانس ته د المپيک د ملي کميټې درسنيو د مسوول عبدالمحبوب د معلو ما تو له مخې ،دغه سيالۍ د٢٠١٢ کال داپريل د مياشتې له دويمې نيټې ترپنځمې نييټې پورې د ترکيې دانتاليا په ښار کې جوړيږي چې د اورنيسال درزمي ورزش دټيم څلور تنه ورزشکاران پکې ګډون لري البته په دغو سياليو کې دڅه دپاسه دشلو هيوادونو ورزشکاران ګډون کوي
له افغان ورزشکارانو سره په دې سفر کې دوه تنه استادا ن ملګر تيا کوي