ټولنه

داوبو رسولو دشبکې په فعاليدو سره دسلو زرو کورنيو ستونزې حل کيږي .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دهندوستان هېواد په مرسته دنهو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دچاريکارو ښار دابو رسولو دشبکې په فعاليدو سره دکابو سلو زرو کورنيو ستونزې حل کيږي
دپروان ولايت دتخنيکي او سکتوري خدمتونو  رييس محمد ظاهر همت دباختراژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده ددغې پروژې له لارې ددغه ولايت دسالنګ ولسوالۍ ديوې چينې له اوبو څخه په استفادې سره د چاريکارو ښار دڅښاک دروغتيايي اوبو دنشتوالي ستونزه حل شي .
يوه اړونده خبرځاى وويل:  دڅښاک داوبو دوه زيرمې چې هريو يې دشپږ زرو مکعب مترو اوبو ظرفيت لري هم په ښه توګه داوبو دتامينولو په مقصد جوړيږي چې له دې لارې ددغه ښار اوسيدونکي شپه ورځ دڅښاک روغتيايي اوبه ولري .
همت وويل چې همدا اوس دچاريکارو په سلو کې اويا اوسيدونکي دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه بې برخې  دي او ځينې خلک د څښاک اوبه پيرې  خو ددغې شبکې دکار په بشپړيدو سره به په دغه ښار کې دټولو ٢٦ زرو کورنيو دڅښاک اوبو دنشتوالي ستونزه حل شي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه شبکه په سلو زرو  کورنيو ته دڅښاک دروغتيايي اوبو درسولو توان ونه لري . چې ترراتلوونکو پنځوسو کلونو پورې دوګړو دشمير په زياتوالي سره ددغه ښار د اوسيدونکو دڅښاک داوبو ستونزه لرې کولى شي .
دچاريکارو ښار د ١١ ناحيې  وکيل احمد نوري وايي  چې دغه پروژه  دچاريکارو اوسيدونکو ته حياتي ارزښت لري .
ده ددغې پروژې دمنظوريدو له امله دخوښي په څرګندولو سره وويل چې دچاريکارو خلک دڅښاک داوبو دبرابرولو په خاطر ډير لالهانده دي .
ماشومان يې دکورنيو داړتيا وړ اوبو دبرابرولو په خاطر ښوونځي ته نه شي تللاى . دچاريکاروښار داوومې ناحيې اوسيدونکى غلام مصطفي  وايي چې يو کوچنى ټانکر په ١٥٠  افغانيو ترلاسه کوو چې دوه ورځې کفايت نه کوي دڅښاک دروغتيايي اوبو نشتوالى او کمښت دچاريکارو دخلکو اساسي ستونزه ده چې هيله ده دغه ستونزه حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته