ټولنه

داوبو دنړيوالې اوونۍ په غونډه کې داقتصادي همکاريو دمعينې ګډون .

کابل باختر دوږي اوومه : دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز دافغانستان دبېلابېلو ادارو له استازو څخه دمختلط هيئت په مشرۍ داستاکهلم په ښار کې داوبو دنړيوالې اوونۍ په اته ويشتمه غوڼده کې ګډون وکړي . دبهرنيو چارو وزارت دعامه اطلاعاتو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې غونډه کې له يوسلو ديرشو هېوادونو څخه جګپوړو استازو ، دنړيوالو مرستندويو سازمانونو ، داوبو په برخه کې دفعالو تخصصي بنسټونو استازو او دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه څيړونکو او معتبرو اکادميکي بنسټونو ګډون کړي دي . دعمومي غونډې ترڅنګ عادلې راز په جګپوړي پنل کې داوبو دديپلوماسۍ په باب وينا وکړه . عادلې راز دسيمه ئيزو همکاريو اهميت او دسيمې دهېوادونو دپيوستون دپله په توګه دافغانستان رول ته اشاره وکړه او داقتصادي همکاريو دپياوړتيا په لاره کې يې داوبو ديپلوماسي ګټوره وبلله او په افغانستان او سيمه کې په سطحي اوبو داقليم دبدلون اغيزو ته اشاره وکړه . دغه راز دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې د سوفا په پروګرام کې چې د استاکهلم داوبو دنړيوال سازمان په واسطه جوړ شوى و ، هغو پوښتنو ته ځواب ووايه چې په سيمه کې داوبو دديپلوماسۍ دفرصت او ننګونو په باب طرحه شوې . داوبو نړيواله اوونۍ دنړۍ په کچه دهېوادونو ، ماهرانو ، دپوهنتونونو داستادانو ، نړيوالو او اکاډميکو بنسټونو ډيره ستره غونډه ده چې کال په کال داګست دمياشتې په وروستيو اوونۍ کې دسويډن په استاکهلم ښار کې جوړيږي . ټاکل شوې ده عادله راز ددغې غونډې تر څنګ له افغانستان سره داوبيزو همکاريو دجذب په مقصد دبېلابېلو هېوادونو اوبنسټونو له استازو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته