امنیت

دانګلستان ددفاع وزير په يو ناڅاپي سفر کې هلمند ته لاړ

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

دانګلستان ددفاع وزير نن  په يو ناڅاپي سفر په ترڅ کې هلمند ولايت  ته لاړ پپ  همموند په دې سفر کې دخپل هيواد له عسکرو اوافغان سيمه  ييزومقاماتوسره  دامنيتي  اوبيارغونې  دمسلو په باب خبري کوي.

ده دافغان ځواکونو دسمبالولو دڅرنګوالې اوله افغانستان په تيره بيا دهلمند له ولايت سره دخپل هيواد داوږد مهالو همکاريو په باب  ددغه ولايت له والې سره خبري کړي دي.

دهلمنددوالي ويندوى  داود احمدي باختراژانس ته وويل  په دې کتنه کې دانګلستان ددفاع وزير  ژمنه وکړه چې هيواد به يې له ٢٠١٤ کال وروسته دافغان ځواکونو دروزنې اودافغانستان دبيارغونې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

دده دڅرگندونوله مخې  دافغان ځواکونو روزنه دخبرو وړ  له موضوعګانو څخه وي .

دانګلستان ددفاع وزير افغان ځواکونو ته دپوځي روزنې  دپروګرامونو دګړندي کولو اوپراختيا خبرورکړ او ويې ويل چې هيواد يې په افغانستان کې برسيره په انګلستان کې هم افغان افسرانو ته دروزنې زمينه برابروي.

دانګلستان ددفاع وزير په دې سفر کې  دغه راز ويلي دي چې هيواد به يې  په اوږدمهال ډول  دافغانستان له خلکو سره  وي  .

پپ همموند دهلمند ولايت ته دخپل سفر هدف  دخپل هيواد له عسکروسره ليدنه   او دافغان ځواکونو دروزنې اوسمبالولو او له تروريزم سره دمبارزي دڅرنګوالې په باب له سيمه ييزو مسوولينوسره خبري وبللي .

 په دې کتنه کې دهلمند والي ګلاب منګل  دتروريزم پرخلاف دمبارزي اودافغانستان له بيارغونې سره دانګلستان دمرستو له امله قدرداني وکړه  او دانګلستان ددفاع له وزيرڅخه وغوښتل چې دافغان ځواکونو ددفاعي او امنيتي خودکفايي ،  دهغو په روزنه  اوپه پرمختللو جنګي وسايلو دهغوى په سمبالولو کې زياته مرسته وکړي.

انګلستان په افغانستان کې نهه زره  عسکر چې زياتره يې دهلمند په ولايت کې  ديره دي .

دغه سفر  په داسې  حال کې کېږي  چې دوه تنه بريټانوي عسکر دوه ورځي مخکې ديو افغان سرتيري له خوا ووژل شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته