ټولنه

دانسان دقاچاقو دمخنيوي دکاري ډلې په غونډه کې دفعاليتونو طرحه برابره شوه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :            
دانسان دقاچاقو دمخنيوي په موخه  دعامه پوهاوي  دکاري ډلې غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعينيت له خوا  جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په دې غونډه کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ  اودبشر دحقوقو دادارې دمسوول  عبدالوحيد هدايت ، دانسان له قاچاقو سره دمبارزې   د ادارې د  مرستيال  غلام حيدرنادر ، دګرځندوى درئيس  عبدالخليل اورياخيل ،  دعدليې وزارت  دحقوقو  دعامه پوهاوي  دآمر عبدالرحمن عظيمي  ،دحج او اوقافو وزارت   داساسي علومو  دتدقيق اومطالعاتو درئيس محمدشريف رباطي  او ديوشمير نورو  دولتي   او خصوصي ادارو  او بنسټونو دمسوولينو او استازو په ګډون  جوړه شوه  دانسان دقاچاقو  او دغير قانوني مهاجرتونو دمخنيوي په موخه دعمل دپلان دهدفونو اوفعاليتونوپه باب خبرې وشوې .
په پيل کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې
سيدې مژګان مصطفوي دانسان دقاچاقو  پرخلاف دمبارزې دعمل دپلان   او دمهاجرينو دراستنولو په برخه کې  دعامه پوهاوي  څرنګوالي ته په اشارې سره  څرګنده کړه ، افغانستان يوازينى هېواد نه دى چې په هغه کې انسانان دقاچاقو په ډول  له هېواد څخه بهر ته ليږدول کيږي   او دهغوى په وړاندې  تاوتريخوالى   او غيرانساني عملونه ترسره کيږي بلکې دايران اوپاکستان په ګډون هېوادونه  هم له دغې ستونزې سره  لاس او ګريوان دي چې دا په خپله ددې غوښتنه کوي  چې  هېوادونه  په ګډه  اوله يوبل سره   په همکارۍکې  په دې برخه کې مبارزه وکړي  چې دغه پديده په بشپړه  توګه  له  منځه لاړه شي.
په پاى کې داړوندو ادارو له خوا پيغامونه وړاندې شول  او  دتطبيق دعمل طرحه او پلان برابر شو اوپه دې برخه کې دبودجې دبيلولو په لاره کې  له برخه والو غړو سره   موضوع شريکه شوه  اوپريکړه وشوه  چې  ټول اړونده وزارتونه  او دولتي او خصوصي  بنسټونه  او ادارې دې  په دې برخه کې  خپلې نظريې  دروان کال   دلړم دمياشتې  تر ١٣نيټې پورې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو  دچارو له معينيت سره شريکې کړي  ځکه دانسان دقاچاقو او دغيرقانوني مهاجرتونو په زيانونو دخلکو دپوهې  دکچې دلوړولو په  موخه د اړوندو ادارو له خوا په هېواد کې دعامه پوهاوي سراسري هلې ځلې پيل کړي .
په دغو هلوځلو کې  راډيويي اوټلويزيوني پيغامونه  ، دورکشاپونو جوړول،  دمبلغينو  او دديني پيشوايانو  ويناوې ، دزده کوونکو دپوهاوي لپاره دليسو مديرانو ته خبر ورکول ، بروشورونه  ، پوسترونه ، معلوماتي کتابچې او نور  تبليغاتي مواد شامليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته