کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دماين پاکولو دوه تنه کارکوونکي چې په لوګر ولايت کې تښتول شوي و د طالبانو له منګولو څخه آزاد شول.
داسترلنګ دماين پاکولو دوه تنه کارکوونکي او دهغوى واسطه دلوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا تښتول شوې و چې دهغوى له منګولو څخه آزاد شول.
دمحمد آغې ولسو الۍ محمد نعيم سلطان دباختر آژانس خبريال ته وويل تښتول شوي کسان دپوليسو دهلوځلو او دسپين ږيرو دمنځګريتوب له امله روغ رمټ آزاد شول خو د موټر په باب څه نه دى ويل شوى .
داپه داسې حال کې ده چې څو مياشتې مخکې هم دهلوترست دماين پاکولو دموسسې کارکوونکي په لوګر ولايت کې تښتول شوي و چې دخلکو او دپوليسو په منځګړيتوب آزاد شوي وو.
0 1 دقیقه لوستل