دانسان تښتوونکو او غلو يوه پنځه کسيزه ډله ونيوله شوه

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :
د ملي امنيت  د لوى رياست موظفينو په  هرات ولايت کې  د زبير په مشرۍ دانسان تښتوونکو او غلو يوه پنځه کسيزه  ډله  ونيوله .
د  ملي امنيت د  لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغـــو کسانو غوښتل د هرات ښارد کلينيک يو ډاکتر وتښتوي چې له يو کلاشينکوف ، څلورو تومانچو، پنځو مخابرو ، يوه پايه  جې  پي  اس ، لسو جوړو  پوځي  جامو  او يو موټر سره  د ملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول.
دغه راز په يو بل اقدام کې د طالبانو د تروريستي ډلې يو غړى د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې چې په جګړکې  ټپي شوى و غوښتل يې  ددرملنې لپاره پاکستان ته  لاړشي ، د ملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته