دانسان تښتوونکو او غلو يوه پنځه کسيزه ډله ونيوله شوه
کابل باختر د وږي دمياشتې ٤ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په هرات ولايت کې د زبير په مشرۍ دانسان تښتوونکو او غلو يوه پنځه کسيزه ډله ونيوله .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغـــو کسانو غوښتل د هرات ښارد کلينيک يو ډاکتر وتښتوي چې له يو کلاشينکوف ، څلورو تومانچو، پنځو مخابرو ، يوه پايه جې پي اس ، لسو جوړو پوځي جامو او يو موټر سره د ملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول.
دغه راز په يو بل اقدام کې د طالبانو د تروريستي ډلې يو غړى د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې چې په جګړکې ټپي شوى و غوښتل يې ددرملنې لپاره پاکستان ته لاړشي ، د ملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو.