سیاست

دانجينيرمحمدخان اعلاميه

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه
د ډیورنډ دتپل شوې کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړولو پرسرد وسله والې شخړې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال اعلامیه
د تورخم سرحدي ښارګوټي ته څیرمه د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته پرتو د سرحدي ځواکونو تر منځ وسله واله شخړه چې تردې مهاله دواړو خواوو ته يې تلفات اړولي دي؛ د هېڅ هېواد په ګټه نه بولم.
افغانستان د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د سولې او ورورولۍ په فضاء کې د اړيکو پاللو غوښتونکی دی، د همدې ترڅنګ د روژې مبارکې مياشت په دوران کې د ټولو ګاونډيو هېوادونو په مسؤولينو غږ کوم چې د پولو پر سر خپل سرحدي ځواکونه متقابل احترام او نړيوالو معيارونو په مراعتولو مکلف کړي، تر څو د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو لامل نه شي.
د تورخم د پولې په سر رامنځ ته شوې شخړه باید په سوله ييز ډول د خبرو اترو او په ديپلوماتيکو اصولوسره ډيرژر هواره شي.
دواړه هېوادونه بايد پرېنږدي چې په دې لړ کې راپیدا شوې لانجه نوره لويه شي چې له امله يې د پولې دواړو خواو اوسېدونکي چې یو له بل سره ژورې اړیکې اونه شلیدونکي رابطې لري، له ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته