سیاست

دانجنير محمد خان دډاډګيرنې پيغام.

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
په زابل کې د ترافیکي پېښې په اړه د اجرائيه ریاست د لومړي مرستيال
انجينیر محمد خان د خواخوږی او ډاډ ګېرنې پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې په زابل
ولایت کې یو ځل بیا د یوې ترافیکي پېښې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال
شهیدان او ټپیان شوي دي.
ترافیکي پېښې له ترهګریزو پېښو وروسته د هېوادوالو لپاره تر ټولو لوی
ګواښ دی چې د ګڼ شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب ګرځیدلې دي، د دا ډول
پېښو رامنځ ته کېدل دا جوتوي چې د هېواد ترافیکي او ترانسپورټي سیستم لا
هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دی.
د ترانسپورتي اتحادیو له خوا ناسالم رقابت، د موټر چلونکو لخوا د نېشه یې
توکو کارونه، د ترافیکي قانون نه مراعات او تطبیق، د سړکونو او لویو لارو
خرابوالی او غیر معیاریتوب، امنیتي ستونزې او د موټر چلونکو بې غوري، د
دا ډول پېښو لوی لاملونه دی چې اړوند مسؤلین يې باید په اړه جدي پاملرنه
وکړي.
د ترانسپورت او فواید عامې د وزارتونو په ګډون د ترافیکو لوی ریاست او د
ټرانسپورټي خصوصي شرکتونو مسؤلین باید د یو پروګرام له مخې د هغو موټر
چلوونکو جوازونه وځنډوي چې په نېشه یې توکو روږدي او یا هم غير مسلکي دي
او د یو اوږدمهاله روزنیز ورکشاپ له مخې دې داسې روزنیزې طرحې وړاندې کړي
چې د دا ډول پېښو په مخنیوي کې ګټورې او اغېزمنې واقع وي.
د عامې روغتيا وزارت اړوند سميه يیزو روغتيايي مرکزونو مسؤلینو ته
سپارښتنه کوم چې د یادې زړه بوږنونکې پېښې ټپیانو ته د لازمې درملنې
زمینه مساعده کړي، په داسې لارو چارو غور وکړي چې د ټپیانو په درملنه کې
اغېزمنې او د ټپیانو ډير ژر درملنې سبب وګرځي.
په دې پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتيا کورنیو او
خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم او هيله لرم چې ډېر ژر د دا ډول
ستونزو د حل شاهدان و اوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته