کابل / دليندې ١٧مه /باختر :
دانتخاباتو خپلواک کمېسيون دانتخاباتي ننګونودڅېړنې لپاره نن ددغه کمېسيون په مقر کې يوه معلوماتي غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې دانتخاباتي ټيمونو دانتخاباتو دملي اوبين المللي کتوونکو بنسټونو سياسي ګوندونو ، مدني ټولنې اودرسنيو استازو ګډون درلود .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دانتخاباتودخپلواک کمېسيون رييسې حوا علم نورستاني په دريو پړاونو ( له انتخاباتو څخه مخکې ، دانتخاباتو دترسره کولو په ورځ او له انتخاباتو څخه وروسته ) ددغه بنسټ فعاليتونه جوت کړل او ويې ويل چې اوسني انتخابات دتېرو انتخاباتو په نسبت په توپيري اوشفاف ډول ترسره شوي دي .
نورستاني په دې غونډه کې يوځل بيا له انتخاباتي ټيمونو څخه وغوښتل چې له دغه بنسټ سره همکاري وکړي او اجازه ورکړي چې په پاتې ولايتونوکې درايو دبيا شمېرنې بهير بشپړ شي تر څو لومړني پايلې اعلام شي .
دانتخاباتي ډلو يو شمېر استازي ټينګار کوي دغه غونډه چې دجمهوري رياست دانتخاباتودمبهمواوجنجالي مواردو له دوام وروسته جوړه شوې وه لومړى دانتخاباتي ټيمونواستازو ته فرصت ورکړشوى واى چې خپلې پوښتنې يې طرحه کړې واى ، او وروسته دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون مسوولانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي واي خودانتخاباتو دکمېسيون دمسوولانودڅرګندونو له مخې دټاکلې وخت ( درې دقيقې ) په خاطر چې کافي نه و دغه غونډه له پايلې پرته پاى ته ورسېدل .
خويوشمېر دغه استازي ټينګارکوي چې کمېسيون تراوسه پورې په دې نه دى بريالى شوى چې دمنلو وړ پايله خلکو ته ورسوي او له بله پلوه هم دغه بنسټ دانتخاباتو له قانون او له انتخاباتي کړنلارو سره سم عمل نه دى کړى او تل يې اختياري عمل کړى دى او دانتخاباتود بحران سبب شوى دى .
خو دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون مسوولانو په وار وار ټينګارکړى دى چې دغه بنسټ له قانون سره سم عمل کړى دى .
دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون معلوماتي غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د ٢٧ ولايتونو درايو دبيا شمېرنې بهير بشپړ شوى دى خو اووه نورو ولايتونو کې دغه بهير ديو شمېر انتخاباتي ټيمونوداعتراض او مخالفت په دليل تراوسه پورې نه دى پيل شوى .
خو په اوو ولايتونوکې درايودبيا شمېرنې دبهير ځندېدل دانتخاباتو دپايلو په اعلام کې دځنډ اوخنډ سبب شوي دي او له بلې خواهم دخلکو ژوره اندېښنه يې راپارولې ده . ختم_ عطاالله_اکرم