۱۰۰ ورځې

دانتخاباتي شکايتونو کميسيون :دولايتي شوراګانو اووه اتيا تنه کانديدان حذف شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
دانتخاباتي شکايتونو کميسيون دپنجشنبې په ورځ يوه خبري غونډه کې وويل: له څيړنو وروسته اووه اتيا تنه کانديدان دولايتي شوراګانو له لست څخه حذف شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نادر محسنى په دې خبري غونډه کې زياته کړه دحذف شويو کانديدانو له جملې څخه پنځه پنځوسو تنو په تعليمي سندونو کې ستونزې وې ، درې تنه نور جعلى تذکرې جوړې کړي او نهه ويشتو تنو نورو قانوني عمر بشپړل کړي نه دي .
ده وويل دانتخاباتي شکايتونو کميسيون څه ناڅه يوه اوونۍ مخکې دڅلور سوه تنو کانديدانو دتعليمي سندونو څيړنه پيل کړه چې دپوهنې دوزارت له خوا دغه کميسيون ته ليږل شوي و.
د ده دڅرګندونو له مخې، دولايتي شوراګانو پنځه سوه تنو نور نوماندانو چې په سندونو کې يې نيمګرتياوې ليدل شوي دي ددغه کميسيون ولايتي دفترونو ته ليږل شوي دي .
محسنى زياته کړه: هغو کانديدانو ته چې سندونه يې نيمګرتياوې لرى د راتلونکى شنبې تر ورځې پورې وخت ورکړ شوى دى چې دخپلو سندونو دفاع وکړي له دې پرته به له وروستۍ لست څخه حذف شي. ده يو ځل بيا ټينګار وکړ له دې وروسته که چيرې دکانديدانو په باب دغه کميسيون ته شکايتونه ورسيږي او شواهد دهغوي پرخلاف قوي وي هغوى به له وروستي لست څخه حذف شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته