سیاست

دانتخاباتو نتيجې يو نيم کال وروسته اعلام شوى .

کابل – باختر د کب دمياشتې ٥
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس نن په يوه خبري غونډه کې د ١٣٩٣ کال دانتخاباتو نتيجې له څه ناڅه يو نيم کال ځنډ وروسته اعلام کړى.
دباختر آژانس دخبرله مخې : ډاکتر احمد يوسف نورستانى په دې خبري کنفرانس کې دجمهوري رياست دلومړى پړاو او دويم پړاو انتخابات له چلنجونو ډک وبلل او ويې ويل : موږ دانتخاباتو نتيجې په يوه سروى کې دواړو نوماندانو ته ورکړي وي.
ده دتفصيلى نتيجو دنه اعلامولو دليل دهيواد دلوړو ګټو په خاطر د دواړو نوماندانو موافقه وبلله ويې ويل موږ هم دهيواد دلوړو ګټو په خاطر ددغه وړانديز درناوى وکړ .
ده اعلام وکړ چې د ١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې محمد اشرف غني درې اعشاريه نهه مليونه يعنې  درايو په سلو کې پنځه پنځوس اعشاريه اووه ويشت او عبدالله څه ناڅه درې اعشاريه يو مليون رايې يعنې په سلو کې څلور څلويښت اعشاريه درې اويا رايې ترلاسه کړي وي.
ده د باطلو شويو رايو په سلو کې ٣٣ په عبدالله او په سلو کې ٦٧ رايې په اشرف غني پورې مربوط وبلل دجمهوري رياست دانتخاباتو نتيجې په داسې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا اعلاميږي چې دجمهور رييس د فرمان له مخې دانتخاباتي نظام داصلاح کميسيون جوړ او دانتخاباتي کميسيون دنويو غړو د ټاکنې کميټه هم جوړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته