سیاست

دانتخاباتو دکميسيون رييس : دتلې دمياشتې اته ويشتمه دهېواد په ګوټ ګوټ کې دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو ورځ ده .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالبديع  صياد نن دانتخاباتو په اوولسمه ملي غونډه کې ټينګاروکړ چې دتلې دمياشتې اته ويشتمه دهېواد په ګوټ ګوټ کې دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو ورځ ده دپارلماني انتخاباتو په ترسره کولو کې هيڅ راز خنډ دمنلو وړ نه دى .

دباختراژانس خبريال ليکي: په دې غونډه کې چې دسياسي ګوندونو او جريانونو او دمدني ټولنې دبنسټونو استازو او دنړيوالو انتخاباتو  کتوونکو او دځينو رسنيو مسوولينو شتون درلود دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس وويل چې له ګواښونواو ستونزو سره سره دانتخاباتو کميسيون دتلې دمياشتې داته ويشتمې نيټې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره خپل ټول مسووليتونه اداکړي دي او په ټاکلې  نيټه دهېواد په درې ديرشو ولايتونو کې دانتخاباتو  دترسره کولو لپاره تيارى  اعلاموي  چې خلک وکولاى شي له دغه فرصت څخه ګټه واخلي  او دخپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي .
  ده له سياسي ګوندونو اودمدني ټولنې له بنسټ  څخه وغوښتل چې دشفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو کې دې له دغه کميسيون سره همکارى  وکړي او خلک په دې لاره کې يو موتي کړي  ځکه دسياسي ګوندونو او دمدني ټولنې دبنسټونو له څارنې پرته به دشفافو او منلو وړ  انتخاباتو ترسره کول امکان منونکى نه وي .
صياد يوځل بيا  ټينګاروکړ چې دشفافو اوعادلانه انتخاباتو دترسره کولو لپاره  به له ټولو هڅو څخه کار واخستل شي ځکه  اوسني انتخاباتو دتيروانتخاباتو په نسبت توپير لري .
په دغو انتخاباتو کې دوو ګوټو نښان ، عکس ، له ستيکر سره تذکره دبايو متريک له لارې ثبتيږي  چې دتقلب مخه نيول کېږي .
په همدې حال کې دکميسيون  عملياتي مرستيالې وسيمې بادغيسي  وويل چې  دانتخاباتو لپاره هر راز تياري نيول شوى دى او دبايومتريک دستګاو په ګډون دهغو له وسايلو سره ټول انتخاباتي موادچې دسياسي جريانونو يوه غوښتنه وه په درې ديرشو ولايتونوکې انتخاباتي مرکزونو ته ليږدول شوي دي
بادغيسۍ  ټينګار وکړ چې دانتخاباتودبهير دڅارنې لپاره درې سوه  زرو کتوونکو نومونه ليکلي دي  چې دغه شمير ددې څرګندوى دى چې خلک دانتخاباتو بهير ته تيارى لري .
په دې غونډه کې  دانتخاباتي شکايتونودکميسيون کميشنر ډاکتر محمدعلي صديقي هم ددغه کميسيون تياري په باب  معلومات ورکړل او ويې ويل چې په ټولو انتخاباتي مرکزونو يعني په درې ديرشو ولايتونوکې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دفترونه فعال دي او هغوى ته لازمې  زده کړې شوې دي .
دده دڅرګندونوله مخې دالومړى ځل دى چې په ټولو انتخاباتي مرکزونوکې ددغه بنسټ له کارکوونکو څخه يوتن دشکايتونو دڅيړنې او يا درج لپاره شتون لري، دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو لپاره درې ورځې پاتې دي او په دې  ورځ په ټول هېواد کې  ٢٥٦٥تنه نوماندانان په ولسي جرګه کې د ٢٥٠ څوکيو  دترلاسه کولو لپاره سيالي کوي   چې له دې جملې څخه څه دپاسه اته سوه تنه نوماندان په کابل ولايت کې ددرې ديرشو څوکيو دترلاسه کولولپاره چې نهه څوکۍ په ميرمنو پورې اړه لري سيالي کوي .
دانتخاباتو دکميسيون له خوا دبرابر شوي جدول پربنسټ دتلې دمياشتې اته ويشتمه دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو ورځ اعلام شوې ده او دهغو دلومړنيو پايلو اعلام دليندي  دمياشتې نولسمه او دوروستيو  پايلو اعلام دليندي دمياشتې نهه ويشتمه  اعلام شوې ده .
  ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته