۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى : تراوسه پورې درايو پاڼو له دوه ويشت زره دوه سوه اته ويشتو صندوقونو څخه اتلس زره څلورسوه څلور صندوقه پلټل شوي دي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وايي چې تراوسه پورې دخاصو محلاتو له شپږ زره صندوقونو څخه  درې سوه پنځه پنځوس صندوقه بيا پلټل شوي دي.
دباخترآ ژانس  دخبرله مخې :  دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون ويندوى نورمحمد نور نن په يوه خبري غونډه کې وويل :  دخاصو محلاتو  دشپږزره صندوقونو  له جملې څخه تراوسه پورې درې سوه پنځه پنځوس صندوقه پلټل شوي دي.
ده وويل : هغه ټول صندوقونه چې تراوسه پورې بيا څيړل شوي دي اوپلټل شوي دي اتلس زره څلور سوه  څلورو صندوقونو ته رسيږي  چې  په سلو کې  اتيااعشاريه اووه شپيته کيږي چې د دوه ويشتو زرو دوه سوه اته ويشتو صندوقونو له جملې څخه څلور زره دوه  سوه څلرويشت صندوقه پاتې دي.
ده وويل :  کميسيون نن په يوه غونډه کې پريکړه وکړه چې سبا دغه بهير ګړندى کوي . ده دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ديوشمير کتوونکو دغيرحاضرۍ يادونه وکړه  چې پرون دانتخاباتو دشکايتونو  دکميسيون يوازې يو شپيتو کارکوونکو اودملګروملتو دسازمان يوسلو پنځلسو تنو کارکوونکوبرخه لرله.
دغه راز دوه سوه اته څلويښتو ملي مشاهدانو او دوه سوه يوويشت نړيوالو مشاهدانو هم ًبرخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته