سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس : که چيرې مزاحمتونه دوام ومومي ښايي دانتخاباتو دترسره کولو ملي بهير ته زيان ورسيږي .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالبديع  صياد نن په يوه خبري غونډه کې خبر دارى ورکړ که چيرې ددغه کميسيون  دکارکوونکو په وړاندې مزاحمتونه دوام پيداکړي ، ښايي  دانتخاباتو دترسره کولو  ملي بهير ته زيان ورسيږي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي  چې نن داستازو دمجلس دنوماند ملاتره خيل   يوشمير پلويان چې په وروستي  فهرست کې دهغه نوم حذف  شوى دى په کابل کې  دکميسيون دمرکزي  دفتر په وړاندې راغونډ  شول او اړوندو دفترونو ته ددغه کميسيون دکارکوونکو دننوتو  مخه يې ونيوله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  رييس  په يوه خبرې غونډه کې دهېواد له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل  چې ددغه کميسيون دمرکزي او ولايتي دفترونو امنيت تامين کړي او دمزاحمتونو مخه ونيسي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون منشي سيد حفيظ الله هاشمي په دې اړوند يوه اعلاميه هم ولوستله .
ټاکل شوې ده دانتخاباتو خپلواک کمسيون داستازو مجلس  دنوماندانو وروستۍ فهرست  د هغوى په انتخاباتي  نښو نښانو سره اعلام کړي  چې دکميسيون دکارکوونکو لپاره دملاتره خيل  دپلويانو دمزاحمت له امله  داکار ترسره نه شو .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته