سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس لومړى شخص و چې دهېواد په کچه يې خپله رايه دسهار په اوو بجو وکاروله .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس ډاکتراحمديوسف نورستاني لومړى شخص و  چې خپله رايه يې دنظر وړ نوماند په ګټه وکاروله .
دکابل په دريم مکروريان کې دالفتح دليسې  دراى ورکولو له مرکز څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   احمديوسف نورستاني له هغه وروسته چې دراي ورکولو پړاو يې تير کړ، دخپل نظروړ نوماندپه ګټه خپله ر ايه وکاروله.
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس دخپلې رايې له  کارولو وروسته له خلکو څخه وغوښتل چې دراي ورکولو په مرکزونو کې په پراخ ګډون سره  دخپل
سياسي برخليک په ټاکنه کې ونډه واخلي .
له احمديوسف نورستاني وروسته دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون مرستيالانو هم  خپلې رايې وکارولې .
په دې ترتيب دهېوادپه کچه درايوورکولو بهير دسهار په اوو بجو پيل شو.
ټاکل شوې ده  دراي ورکولو مرکزونه  دمازيګر تر څلورو بجو پورې دراي ورکوونکو پرمخ پرانستي  وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته