سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس : دهيچا رايه به ضايع نه شي .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
  دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون رييس عبدالبديع  صياد په يوه  خبري غونډه کې  وويل  مرکزونه نن دبېلابېلو عواملو له امله تړلي پاتې شول اويا دټاکلې وخت په تيريدو سره په کارپيل ونه کړ .
دراى ورکونې مرکزونه  به دراى ورکوونکو  په مخ پرانستي  وي  .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون منشي حفيظ الله  هاشمي وويل  دراى ورکونې له  ٥٥٤ مرکزونو څخه په  ٣٦٠ مرکزونوکې  د راى ورکولو دبهير په ځنډ سره دپيليدو دګوټې لګولو  دوسيلې دکارنه کولو ، دګوټې لګولو له وسيلې سره دکارکوونکو دنه بلدتيا  او آن دقهرجنو کسانو په واسطه ددغې وسيلې ماټول او په اوبو کې ددغې وسيلې دغورځولو په ګډون ستونزې هغه ننګونې وې چې راي ورکوونکي او کارکوونکي ورسره مخامخ و   .
ده زياته کړه چې ددغو ننګونو له امله سبا به هم يوشمير دغه مرکزونه دراى ورکوونکو پرمخ پرانستي وي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته