۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس : دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې به ستونزې کمې وي .

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  نن دامنيتي بنسټونو له مسوولينو او دجمهوري رياست له يوه نوماند سره په ګډه غونډه کې  په ډاکتر عبدالله عبدالله دتروريستي بريد دغندلو په ترڅ کې  وويل چې ددويم پړاو انتخاباتو په ترسره کولو کې به دراي ورکولو ٦٢٦٣مرکزونه  دراى ورکوونکو لپاره پرانستې وي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف  نورستاني څرګنده کړه چې دغه کميسيون هلې ځلې کوي چې دانتخاباتو دلومړى پړاو ستونزې  تکرار نه شي او په همدې دليل دراى ورکولو درې زره ځايونه زيات کړي شوي دي او داکار کولا ي شي دلومړى پړاو ځينې ستونزې لرې کړي .
  نورستاني زياته کړه چې دزياتو اسانتياو او دانتخاباتو د شفافيت په خاطر پنځوس زره اعتبار ليکونه دمخکښو نوماندانو په کتوونکو ويشل شوي دي چې دانتخاباتو بهير چې سيمو ته استول کيږي  وڅاري .
  ده وويل: په همدې ترتيب  دڅارنې درې سوه شپيته زره کارتونه  په هغو ملي او نړيوالو کتوونکو چې پخوا ويشل شوي و له هماغو پخوانيو کارتونو څخه په استفادې  سره کولا ي شي دانتخاباتو بهير  په جدي توګه وڅاري.
  نورستاني يوځل بيا ټينګار وکړ :دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  هغه کارکوونکي چې په لومړى پړاو کې  دسرغړونې او تقلب تور پرې لګول شوى دى له دندو څخه يې ګوښه کړي  شوي دي او پرځاى يې نوي کسان استخدام او روزل شوي دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل  چې دانتخاباتو په بهير کې  دې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي او خلکو ته دې دامنيت دتامينولو زمينه برابره کړي .
  په دې خبري غونډه کې دجمهوري رياست نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي په دې ترڅ کې چې دډاکتر عبدالله عبدالله دوسايطو په کاروان بريد وغانده ويې ويل چې په لومړى پړاو انتخاباتو کې دځينو امنيتي ځواکونو له خوا قانون  ترپښو لاندې  شوى دى خو داځلې   هيله لرو چې امنيتي ځواکونه ملت ته دامنيت دتامينولو زمينه برابره کړي .
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي  څرګنده کړه: دانتخاباتو په دويم پړاوکې دلومړى پړاو په نسبت دګواښونو کچه لوړه شوې ده، خو دانتخاباتو په ترسره کولو کې د امنيتي ځواکونو دهڅو او هاند  او دتياري کچه هم لوړه شوې ده .
ده ډاډ ورکړ دافغانستان دخلکو دښمنان نه شي کولاي دانتخاباتو بهير ګډوډ کړي
دغه راز په دې ګډه غونډه کې دملي امنيت دلوي رياست سرپرست  ديوې پوښتنې  په ځواب کې وويل: دانتخاباتو دبهير دګډوډولو لپاره ددښمن ځينې پروګرامونه کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته