سیاست

دانتخاباتو خپلواک کميسيون : دجمهوري رياست هيڅ نوماند نه شي کولاى دبل کانديد په ګټه تير شي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارلانشا رييس وايي چې دجمهوري رياست هيڅ کانديد نه شي کولاى په رسمي ډول د بل کانديد په  ګټه  تير شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي اجماع  د پروګرام چلوونکې دجمهوري رياست له نوماندانو سره د تفاهم  په نامه غونډه  جوړه کړه او وايي چې له يوې مياشتې را په دې خوا د جمهوري رياست ديو شمير کانديدانو د تيريدو لپاره دکانديدانو ترمنځ خبرې او هلې ځلې دوام لري.
د جمهوري رياست له نوماندانو سره  دتفاهم دجرګې غړي معين مرستيال ويلى دي داسې هيلې شته چې يو شمير نوماندان دجمهوري رياست دانتخاباتو د مطرحه نوماندانو په ګټه تير شي او په ټيمونو کې يې شريک شي او د دې احتمال شته چې څلوريا پنځه  تنه نوماندان دې انتخاباتي مبارزې وکړي .
خو دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين وايي چې  د  جمهوري رياست دانتخاباتو نوماندان   په رسمي ډول نه شي کولاى د بل کانديد په ګټه له خپلې نوماندۍ  څخه تير شي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارلانشا رييس ضيا الحق امر خيل دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل :   کاشکې دغه خبرې په   خپل وخت کې ترسره کيداى  په داسې حال کې چې د رايې ورکولو پاڼې چاپ شوي  دي او دنوماندانو عسکونه او دنومونو موقعيت تثبيت شوى دى.
ده زياته کړه  :  دانتخاباتو خپلواک کميسيون هغو کانديد نوماندانو ته چې دبل نوماند په ګټه تير شي   دمياشتې ترشلمې نيټې پورې وخت ورکړى و چې له دې  وروسته هغوي نه شي کولاى په رسمي ډول دبل نوماند په ګټه له خپل نوماند څخه تير شي.
ټاکل شوې  ده د روان کال دسلواغې دمياشتې په ديارلسمه نيټه دجمهوري رياست
انتخاباتي مبارزې پيل شي او د راتلونکې کال د وري دمياشتې تر ديارلسمې نيټې پورې به  دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته