دامنيې قوماندانۍ او د ظفر قول اردو د واليبال ټيمونه لوبه کوي .
کابل- باختر دمرغومي دولسمه :
په هرات ولايت کې دواليبال دسياليو وروستۍ پړاو دروانې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ پيليږي .
دهرات ولايت ورزشي آمر عبدالقيوم جامي دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې ددولتي ادارو د واليبال دشپږو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې وې په پاى کې دامنيې قوماندانۍ او دهرات دظفر قول اردو ټيمونو وکولي شول ددغو سياليو وروستي پړاو ته لاره ومومي، دغه دوه ټيمونه دروانې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ لوبه کوي اوګټوونکي يې ددغو سياليو اتل پيژندل کيږي .