دامنيتي ځواکونوپه ګډو عملياتو کې يو طالب ووژل شو .

کابل باختر  دلړم  اوومه :
په ننګرهار کې  دګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او  څلور تنه نور طالبان ټپيان شول .
دننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمد ضيا عبدالزي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دګډو امنيتي ځواکونو له خوا  تيره شپه دننګرهار ولايت دسره رود په ولسوالۍ پورې  اړوند د چمتلې  په سيمه کې  ترسره شول چې په پايله کې  يې يو وسله وال طالب ووژل شو او  څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دعبدالزي دڅرګندونو له مخې،  ددغو عملياتو په بهيرکې له دوو ماينونو سره يې يو توغندى ويشتونکي  يوکرولا موټراو يوه ميل پيکا هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه عمليات دملي پوليسو او دسيمه ئيزو پوليسو او دملي اردو دځواکونو له خوا ترسره شول  چې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته