امنیت

دامنيتي منسوبينو ميړانه او زړورتيا وستايل شوه .

کابل باختر د وري ديرشمه

 دهغو  امينتي منسوبينو  ميړانه اوزړورتيا  چې دروان کال دوري دمياشتې په  ٢٦ نيټه ديکشنبې   په ورځ په کابل او په ځينو ولايتونوکې دتروريستانو په وړاندي ودريدل او دخلکو دفاع يې وکړه وستايل شوه .

 په هغې  غونډه کې چې  نن دکورنيو چارو وزارت په  ستر تالار کې جوړه شوه دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال  بسم الله محمدي ، دولسي جرګې لومړي نايب  عبدالظاهر  قدير ، دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال  څارنپوه عنايت الله نظري او يو شمير نورو امنيتي مسوولينو ګډون کړي و .  دکورنيو چارو وزير دخبرو په ترڅ کې  وويل موږ دلته راټول شوي يو چې دهيواد دهغو بچيانو دسرښندنو او  ځان تيريدنو درناوي وکړو  چې دتروريستانو په وړاندي  ودريدل .

 دکورنيو چارو وزير  دکابل ، ننګرهار ، لوګر ، او پکتيا په ولايتونوکې وروستي پيښې دافغانستان دخلکو پرخلاف يوه ستره  توطيه  وبلله چې دغه توطيه  ددغه هيواد درښتينو  بچيانو په ميړانه شنډ کړى شول .

  له تروريستانو سره په مقابله کې دامنيتي منسوبينو  ميړانې او زړورتيا داټکۍ په ډاګه کړ چې افغانان له هر راز توطيه او دسيسي   سره دمقابلې ځواکمني لري دکورنيو چارووزير وويل، موږ له امنيتي پلوه په خپلو پښو ددريدو په لور ګام اخستي دي .

 په هيواد کې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دپروګرام دوه پړاونه تير شوي دي او ددويم پړاو دعملي کولو  لپاره کار دوام لري .

  له بده مرغه داسې کړى شته چې نه غواړي دغه پروګرام په سمه توګه عملي شي .

  دوى په دغه شان توطيې  او دسيسې په لاس پورې  کولو  سره  غواړي دغه بهير  ګډوډ کړي او وروستي پيښې په همدې لاره کې يون دى .

 جنرال محمدي په ډاګه کړه  دپوليسو په ګډون دامنيتي ځواکونو ظرفيت په دى حد کې دى چې کولاي شي له اوسنيو چلنجونو سره مقابله وکړي  .

 دملي دفاع وزارت لومړي  مرستيال عنايت الله نظري په دى غونډه کې وويل ،دخلکو دښمنانو ته  زموږ  پيغام روښانه دى .

 زموږ درښتينو بچيانو ميړانه اوزړورتيا  ددې څرګندوى ده چې موږ ذلت ته غاړه نه ږدو  دفاع دځان حق بولو او له خپل دغه حق څخه استفاده کوو هغه څه  چې امنيتي منسوبينو د وري دمياشتې په شپږ ويشتمه نيټه ترسره کړل د ترور او توطيې  په  وړاندي زموږ دخلکو دغاړى  نه ايښودلو څرګندوى دى .

 ديادونې وړ ده چې دهيواد دجمهوري رياست له فرمان سره سم دامنيتي مرکزونو هغو منسوبينو ته چې په کابل او يو شمير نور ولايتونوکې دوروستيو تروريستي پيښو په بهير کې  ميړانه اوزړورتيا  ښودلې ده دمډالونو ، ستاين  ليکونو اودفوق العاده  رتبو په ورکولو  سره ستايل شوي دي چې په ننني غونډه کې ورته ابلاغ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته