دامنيتي مسووليتونو دڅلورم اوپنځم پړاو دڅيړنې په مقصد کنفرانس جوړشو

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په څلورم اوپنځم پړاوکې دشاملو پروګرامونو دڅيړنې  کنفرانس نن  دملي دفاع په وزارت کې جوړشو.
دباختراژانس دخبريال دخًبرله مخې په دې کنفرانس کې چې دملي دفاع وزارت له خوا  اوداړوندو افغاني  مرکزونو داستازو اودايساف دمسوولينو په ګډون جوړشوي و  دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي  وويل له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دوه پړاونه په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل  اودروان کال دليندي دمياشتي ترلومړيو وختو پوري به ددريم پړاو ليږدونه پاى ته ورسيږي چې په دې ترتيب دافغانستان  په سلو کې دپنځه اويا خاوري  دامنيت مسووليت  افغان مرکزونو ته  ليږدول کېږي .
ده وويل  چې دامنيتي مسووليتونو  ليږدونه  يو ستر کار دي  اودحکومت په کاري لومړيتوب  کې ځاي لري او نور نه غواړو  چې دنړيوالې ټولنې داوږو بار واوسو.
ده زياته  کړه تر دوو کلونو پوري  دمسووليتونو دليږد ونې ټول پړاونه به دافغانانو په اوږو کېښودل شي  چې  دڅلورم اوپنځم پړاو دمسووليتونو سپارل به  امنيتي مرکزونو ته  حساس پړاونه وي  او موږ دهغو دمنلو لپاره پروګرام جوړي کړي دي اوترلاسه کولو ته يې چمتو يو .
دملي دفاع دوزير دڅرگندونوله مخې  دامنيتي مسووليتونو دپنځم اوشپږم پړاو تر بشپړيدو پوري به زموږ دامنيتي ځواکونوشمير درې سوه پنځوسو  زرو تنو ته ورسيږي .
ددفاع وزير وويل  ځيني ناخوالې اونيمګړتياوي چې دملي اردو دځواکونو دلاري پرسرشته هيله ده چې تر ٢٠١٤ کال پوري لري شي .
ده  د کنفرانس د جوړولو هدف په سيمو کې دگواښونو اوچلنجونو څيړنه وبلله چې  دڅلورم اوپنځم پړاو په بهيرکې  امنيتي مسووليت يې افغانانو ته سپارل کېږي.
دملي دفاع وزير څرگنده کړه  چې موږ دهوايي اوهوايي مدافع  دپوځ، کشف اواستخباراتو اوانجينري په برخو  اودماينونو په شنډولو کې ډيري زياتي ستونزو لرو چې هيله  کېږي نړيواله ټولنه په  حل کولو کې يې اقدام وکړي.
دستراتيژي اوپاليسي په چارو کې دملي دفاع وزارت مرستيال جنرال همايون فوزي  په دې کنفرانس کې وويل  دا دامنيتي مسووليت دليږدونې دپلان جوړولو لومړۍ کنفرانس کې  چې دملي دفاع وزارت له خوا جوړيږي
ده وويل  چې دمسووليتونو دليږدونې  پروګرام په پنځو پړاونو کې طرحه شوي و چې دوه پړاونه يې په برياليتوب سره ترسره شول  اودريم پړاو يې داجرا په حال کې دي چې په راتلوونکو دريو مياشتو کې پاى ته رسيږي .
دکورنيو چارو وزارت  دستراتيژي اوپاليسي مرستيال مل پاسوال شاه ولي صافي په دې کنفرانس کې وويل   چې دامنيتي مسووليتونوسپارل ديو دقيق پروګرام په  چوکاټ کې عملي کېږي چې يو نه په شاتلوونکې حرکت دي .
دده دڅرگندونوله مخې ددغه پروګرام دڅلورم اوپنځم پړاو په بهيرکې به غيرفعالې ولسوالۍ فعالي  او په دولتي واکمني کې شاملي شي .
په   دغو دوو پړاونو کې ټول غيرمسوول وسله وال کسان بې وسلې کېږي چې يوستر امنيتي خنډبه لري شي .
دغه ر از په دغو  دوو پړاونو کې به  داداري فسادپرخلاف  په مبارزي  چې کېداى شي دناامني يو بل عامل وي  ، تمرکز وشي .
صافي زياته کړه بايد دهيواد دختيځو  جنوبي او جنوب لويديځو پولو ګواښونو  ته  زياته پاملرنه شي .
ده زياته کړه چې دافغانستان جګړه يوه استخباراتي جګړه ده .
دمسووليتونو دليږدونې په څلورم اوپنځم پړاو کې داستخباراتي کار دپياوړتيا په مقصد هم  ګامونه اخيستل کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته