نړۍ

دامريکا په کلفورنيا ايالت کې نوې اور لګيدنې

واشنګټن رويټرز  باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دامريکا دکلفورنيا ايالت مقاماتو  ددغه ايالت په  جنوب کې  له پراخې اورلګيدنې
او دسخت باد دچليدوپه دليل له کنترول څخه دهغه له وتلو وروسته  له خلکو او
دپنځلسو زرو  کورونو او تجارتي مرکزونوله خاوندانو څخه وغوښتل چې له دغې
ساحلي سيمې څخه دې ووځي  .
دغه اور په سيمه ييز وخت نن سهار دسانتياگو په شمال کې ولګيد او د اور وژنې
کارکوونکي دهغه د وژلو په لټه کې دي .
دسيمه ييز ټلويزيون تصويرونو هغه کورونه وښودل چې  دتور لوګي له پورته کيدو
سره جوخت سوځيدلي وو.
دغه اور په داسې  وخت کې  ولګيد   چې کلفورنيا له ډيرې سيمه ييزې وچکالۍ سره مخامخه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته