نړۍ

دامريکا متحده ايالاتو يوځل بيا له پاکستان څخه وغوښتل چې دافراطيونو فعاليت دې بند کړي .

واشنګتن باختر دلړم دويمه : دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزير مايک پمپوپرون دسه شنبې په ورځ يوځل بيا له پاکستان څخه وغوښتل چې دهغو بنسټپالو فعاليت چې په افغانستان کې جنګېږي بند کړي . باختراژانس دپاکستان د دي نيوز انترنشنل ورځپاڼې دخبري سايت له خولې خبرراکړ پمپو دغه څرګندونې په داسې حال کې طرحه کړې چې هغه په افغانستان کې دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو چې ځنډول شوي و ، هرکلي وکړ او ويې ويل چې دامريکا متحده ايالات دراي ورکوونکو دمشارکت له لارې دې ته هڅول کېږي سره له دې چې دراي ورکوونې دځينو مرکزونو د نه پرانستل کيدو يا دراى ورکوونکو درول دکمښت په ګډون دپراخو ستونزو رپوټ ورکړ شوى دى . کله چې له پمپو څخه داسلام اباد درول په باب پوښتنه وشوه خبريالانو ته وويل زموږ هيله داده چې پاکستان دې په خپله لويديځه پوله کې تروريستانو ته امن پټنځي برابر نه کړي . ده وويل موږ نه شو کولاى له دې زيات دغه پيغام لاپسې روښانه کړو . ده زياته کړه که چيرې هغوى په دغوهڅو کې رښتينې او جدي ونه اوسي ، له هغوى څخه به حساب وغوښتل شي . ده وويل په افغانستان کې هرڅوک روغه جوړه غواړي او دغې موخې ته درسيدو لپاره تاسې کولاى شي دپاکستان په دننه کې طالبانو ، حقاني او نورو لپاره دامن يو پټنځاى ولرۍ . دامريکا دجمهور رييس دونالد ترامپ حکومت تيره مياشت په دې باب چې اسلام اباد له هغو جګړه مارانو سره چې دواړه هېوادونه ( افغانستان او دپاکستان سيال يعني هند ) هدف ګرځوي خپلې روزنيزې اړيکې وشلوي دامريکا دمتحده ايالاتو دشکايتونو له کلونو کلونو وروسته پاکستان ته د درې سوه مليونو ډالرو پوځي مرسته بنده کړه . پاکستان ددې کار مخالف دى او وايي چې له جګړه مارانو سره دمقابلې لپاره يې دروند تاوان ورکړى دى او کولاى شي طالبان دخبرو ميز ته راوړلي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته