نړۍ

دامريکا د دفاع وزير: امنيتي او دفاعى تړون امريکا او افغانستان ته ډيرمهم دي .

سيول   نړيوالې خبري  باختر د تلې دمياشتې ٩
دامريکا ددفاع وزير چک هيګل هيله کړې ده چې دلړم دمياشتې تر پاى پورې دامريکا او دافغانستان ترمنځ امنيتي او دفاعى موافقه ليک لاس ليک شي.
جګ هيګل  دغه موضوع پرون په جنوبي کوريا کې دامريکايي ځواکونود شميرينې له  يو مرکز څخه دکتنې په وخت کې بيان کړ او ويې ويل زما په باور امنيتي تړون ډير مهم دى او له هغه پرته پرمختګ نه شي کيداى.
دفرانسپرس خبري آژانس دجګ هيګل له خولې وليکل  چې امريکا دافغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې  دغه تړون د لړم له مياشتې مخکې لاس ليک کولو ته چمتو شي.
امريکا په پام کې لري چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې خپل اووه پنځو زره تنه ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو که د دواړو هيوادونو ترمنځ امنيتي موافقه ليک لاس ليک شي يو شمير امريکايي عسکر په  له ٢٠١٤ کال  وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
امريکايي مقاماتو تراوسه پورې په رسمي او دقيق ډول نه دي ويلي چې دموافقه ليک دلاس ليک کيدو په صورت کې به له ٢٠١٤ کال وروسته  څومره امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي او دهغو ماموريت به څه وي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته