دامريکا دکنګرې يوغړى : له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره به پاکستان دسيمې دبي ثباتي عامل وي
کابل باختر دلړم اوومه :
دامريکا دکنګرې يو غړي دانارو هرا باچر ويلي دي چې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو او دمتحدينو په وتلو سره به په سيمه کې دبي ثباتۍ ديو اصلي عامل په توګه دپاکستان رول له پخوا زيات بربنډ شي .
دباخترآژانس دخبر له مخې ، دامريکا دکنګرې دغه غړي دغه راز ويلي دي : ټول وايي که چيرې بهرني ځواکونه په افغانستان کې نه واى ؛ موږ له دغه تاوتريخوالي سره نه مخامخ کيدو، خو دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به ، نړۍ دې ته متوجه شي چې پاکستان په تيرو لسو کلونو کې د اړو دوړ مسوول دى .
دامريکا دکنګرې دغه غړي دافغانستان ځواکونو ته دوروستۍ پوځي اډې دسپاړلولپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت دتصميم دهرکلي په ترڅ کې وويل : ډير ممکن بدکاردا دي چې ددغو ځواکونو په ساتلو سره دوي په بهرنيويرغلګرو ځواکونو بدل شي
دده دڅرګندونو له مخې ، په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو له شتون پرته به بيلابيلې ډلې ددې فرصت پيداکړى چې له يوبل سره جوړ جاړى وکړى چې له نيکه مرغه په افغانستان کې دملي وحدت دحکومت جوړولو وښودله چې ددغه هيواد خلک ددې پرځاى چې په بهرنيو ځواکونو ډډه ولګوي ؛ غواړى په خپله موافقې ته ورسيږي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې داسې رپوټونه ترلاسه شوي دي ،ښيي وروستي کال چې له ٢٠٠١ ميلادي کال څخه تراوسه پورې په افغانستان کې ډير خونړى کال دى کله چې طالبان راوپرځول شول.
دبهرنيو ځواکونو ځينو قوماندانانو او دغه راز دملګروملتو سازمان هم پاکستان تر فشار لاندې نيولې دي چې په افغانستان کې له امنيت سره د مرستې په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي .
په څو تيرو کلونوکې په وار وار دطالبانو او دالقاعده له پاتې شونو سره دمقابلې دهمغږۍ په لاره کې دافغانستان ، امريکا اوپاکستان ترمنځ درې اړخيزې غونډې جوړې شوي دي چې امريکا په وار وار دپاکستان درول په ستاينې سره ټينګار کړى چې پاکستان دامريکا ستراتيژيکي متحد دى ، خو په مقابل کې دافغانستان مقامات او دناټو ځينې قوماندانان وايي چې پاکستان په افغانستان کې دناامنۍ ددوام په لټه کې دى .
دامريکا دکنګري دغړي دانا اوهرنا باچر څرګندونې هم دهغو مواردو تاييدونکي دي چې له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره په سيمه کې دبي ثباتۍ داصلي عامل په توګه دپاکستان رول له پخوا زيات بربنډ شي .
په همدې حال کې دچارو کارپوهان وايي : همدا اوس افغانستان منتخب دولت لري او دغه دولت بايد په نړيواله کچه پراخې هلې ځلې وکړي او دنړيوالو فشارونو له لارې پاکستان دې ته اړباسي چې دافغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي .