نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو وزير پاکستان ته ورسيد

اسلام آباد دي نيوز  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزير  جان کري نن ددوه ورځني سفر لپاره  دپاکستان پايتخت اسلام آباد ته ورسيد.
باخترآ ژانس دپاکستان دجيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ :
ټاکل شوې ده  دامريکا دبهرنيو چارو وزير  دپاکستان له صدراعظم  نوازشريف او دملي امنيت او بهرنيو چارو کې  ددغه هېواد دصدراعظم له سلاکار سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت خبرځايونو وويل  چې  جان کري به له پاکستاني مشرانو سره  په خپلو ستراتيژيکي کتنوکې  دافغانستان  اوپاکستان داړيکو اود پاکستان او هندوستان د کړکيچنو حالاتوپه باب خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته