دامريکا دانتخاباتو په منځنۍ دوره کې جمهوريت غوښتوونکي بريالي شول
واشنګتن – بي بي سي – باختر دلړم دمياشتې ١٤
دامريکا جمهوريت غوښتوونکي ګوند ددغه هيواد دمنځنۍ دورې په انتخاباتو کې په برياليتوب سره وکولاى شول ددغه هيواد دسنا مجلس کنترول په لاس کې واخلي.
باختر آژانس دبي بي سي دخبري شبکې له خولې خبر راکړ : له ٢٠٠٦ م کال څخه راپه دې خوا دلومړي ځل لپاره جمهوريت غوښتوونکو دامريکا دسنا مجلس او داستازو دمجلس کنترول په لاس کې اخستى دې.
دامريکا جمهوريت غوښتوونکى ګوند دسنا مجلس دڅوکيو لپاره په سيالۍ کې وکولاى شول د ارکانزاس، کلرادو،آيوا ، مونتانا،شمالي کارولينا،جنوبي داکوتاى او لويديځه ويرجينيا په ايالتو کې برياليتوب ته ورسيږي او د سنا مجلس کنترول له دموکراتانو څخه وباسي.
جمهوريت غوښتوونکي سناتور مچ مک دانل دهرى ريد ديموکرات پرځاى له دې وروسته به دامريکا دسنا مجلس مشرتوب په غاړه ولري.
مک دانل وکولاى شول خپل دموکرات سيال ته ماتې ورکړي او دخپل برياليتوب له اعلامولو وروسته يې وويل چې خلک نور په دغه حکومت باورنه لري.