اسلام اباد ډي ډان دوري دمياشتې ١٠ :
دامريکا دمتحده ايالاتو دوه تنه جګپوړي پوځيان له پاکستاني جنرالانو سره له خبرو وروسته نن له دغه هيواد څخه روان شول.
باختراژانس دډان ورځپاڼې دانترنټي سايت له خولې خبر راکړ دامريکا دمتحده ايالاتودمرکزي قواوقوماندان جنرال جيمز آن ماتيس اوپه افغانستان کې له امنيت سره دمرستي يا ايساف دنړيوالوځواکونو قوماندان جنرال جان الن دپاکستان له لوي درستيز جنرال اشفاق پرويزکېاني اوددغه هيواد دلويودرستيزانودکميټي له رييس جنرال خالدشميم سره په جلاجلا توګه خبري وکړي.
په دغو خبرو کې امنيتي موضوعګانې دسرحدي سيمو په دواړو غاړو کې دهمکاري پراختيااودپوځيانو تررهبري لاندې فعاليتونه څيړل شوي دي