سیاست

دامريکا خاص سر پلټونکى : دبهرنيو چارو وزارت دې بايد خپل پروګرامونه په سمه توګه وڅاري.

واشنګتن   باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د  افغانستان د بيا جوړولو لپاره د امريکا دمتحده    ايالاتو خاص سرپلټونکي  ددغه هيواد دبهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتي دي چې په   افغانستان   کې د دغه   وزارت   د  تمويل    پروګرامونه او مرستې په سمه توګه وڅاري او مديريت يې کړي.
دافغانستان دبياجوړولو لپاره دامريکا دخاص  سر پلټونکي دفتر وايي :  دامريکا د بهرنيو چارو  وزارت له ٢٠٠٥ ميلادي    کال   را  په   دې    خوا په افغانستان کې   له    نشه  يې توکو  سره د  مبارزې او   دقاضيانو ، څارنوالانو او د  مدافعو وکيلانو دښوونې او روزنې په  ګډون دقضايي سيستم دپرمختيا   لپاره څه نا   څه دوه   سوه درې ويشت مليونه ډالره لګولي دي .
دافغانستان دقضايي پرمختيا پروګرام درې برخې لري چې دقضايي کارکوونکو او دسيمه ييزو قاضيانو ، د قضيو دحل او فصل کولو دظرفيتونو د لوړولو او په وزارتونو کې د  اداري وړتياو د لوړولو پروګرامونه   شامل دي .
د افغانستان   د  بيا  جوړولو   په چارو کې دامريکا دخاص  سرپلټنونکي دفتر يا سيګار په   هغه مفصل رپوټ کې چې پرون يې خپور کړ ويلي دي چې امريکا او نړيواله ټولنه له  ٢٠٠١ ميلادي کال راپه دې خوا په افغانستان کې دبيا پرمختيا پروګرامونه   پرمخ  بيايي چې  د عدليې او قضايي سيستم پرمختيا په سرکې يې  ځاى لري    او هدف يې په   افغانستان د قانون د  واکمنۍ پياوړتيا او په   عدالت دافغانانو برلاسى دى .
جان سپکو ددغه مفصل رپوټ په سريزه کې دڅلورو طرحو وړانديز کوي او ليکي قراردادنو  ته اړتيا بايد شفافه او مشخصه  وي او قرارداديان  دې بايد دڅيړنې په بهير کې هرې  پوښتنې ته څرګند ځواب ووايي او مسووليت ومني.
دهغو کسانو څيړنه چې دافغانستان په قضايي سيستم کې په  زده کړې بوخت دي بايد ګړندۍ  شي او رپوټونه يې له نورو اړوند ادارو سره شريک کړاى شي .
په افغانستان کې دامريکا ټولې کومکي ادارې  د ددغه هيواد حکومت ته دڅارنې او څيړنې حق  ورکړي او هغه ادارې او موسسې چې د قانون د   واکمنۍ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي بايد له يوې بلې سره  همکاري وکړي .
دامريکا د خاص سرپلټنونکي دفتر په ځانګړې توګه   ددغه هيواد دبهرنيو چارو له وزارت څخه   غوښتي دي چې د   افغانستان   دقضايي سيستم د پراختيا لپاره دې ددغه وزارت په اړوندو پرمختيايي پروګرامونو څارنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته