نړۍ

دامريکا جمهور رييس په هند کې خپل سفر لنډوي .

نوي ډيلي  باختر د سلواغې پنځمه
دفرانسې خبري اژانس پرون خبر ورکړ  چې دامريکا جمهور رييس بارک اوباما په هند کې  دخپل  سفر  په لنډولو سره  دسعودي عربستان دفقيد باچا ملک عبدالله  دترحيم په مراسمو کې ګډون کوي .
اوباما دتاج محل  دکتنې دپروګرام په لغوه کولو سره هندوستان ته خپل سفر لنډوي .  چې سعودي عربستان ته سفر وکړي .
  بارک اوباما  دهند صدراعظم په بلنه دهندجمهوريت دورځې  دنمانځنې په مراسمو کې دګډون لپاره نن هند ته سفر وکړ خو  دسعودي عربستان  دباچا  دترحيم  له مراسمو سره  ددغه سفر  ديو وخت والي په دليل  دتاج محل دکتنې په ګډون دهند جمهوريت ته داوباما دسفر  وروستۍ  برخه لغوه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته