نړۍ

دامريکا جمهوررييس په افغانستان کې دامريکا دجنګي ماموريت دپاى جشن جوړ کړ

واشنګتن رويترز  باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما  دمسيح ميلاد دجشن په مناسبت پرون  ددغه هېواد داردو  په يوه پوځي مرکز کې  په افغانستان کې  دامريکا دجنګي ماموريت  دپاى ته رسيدو جشن  جوړ کړ .
بارک اوباما دهوايي    جزيرې په  پوځي  اډه کې ددغه هېواد پوځيانو ته په وينا کې وويل چې دامريکايي ځواکونو قرباني ددې سبب شوه چې د ٢٠٠١ ميلادي کال  دسپتمبر دمياشتې ديوولسمې نيټې له بريدونو وروسته  نړيوال په سوله ييزه  او نيکمرغه فضا کې   ژوند وکړي .
داوباما دڅرګندونوله مخې : هغه خدمتونه چې  امريکايي ميرمنو او نارينه و  په افغانستان کې ترسره کړي دي  ددوى دمصونيت سبب شوى دى .
ده زياته کړه  افغانستان ددې فرصت لري    چې دغه هېواد بيا جوړ کړي .
داوباما دڅرګندونوله مخې  تروريستان به ونه کړاى شي چې په امريکا بريد وکړي .
ښايي په افغانستان کې  دامريکا دجنګي ماموريت په پاى ته رسيدو سره  نږدې دوولس زره پنځه سوه تنه نړيوال ځواکونه د ٢٠١٥ ميلادي کال له پيل څخه  په افغانستان کې  افغان امنيتي ځواکونو ته دمشورې ورکولو او روزنې لپاره کار وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته