دامريکا جمهوررييس اودهغه انتخاباتي سيال په لومړني انتخاباتي مناظره کې ګډون وکړ
واشنګتن بي بي سي نيوز دتلي دمياشتې ١٣ :
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما اودامريکا دجمهوريت غوښتونکي له ګوند څخه دده انتخاباتي سيال ميترا رامني د جمهوري رياست دانتخاباتو په لومړني مناظره کې داقتصادي موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
اوباما هلې ځلې وکړې چې خپل سيال داسې معرفي کړي چې دبډايو په مالياتو زيات کمښت رامنځته کړي اوپه عين حال کې په عادى خلکو دمالياتو اندازه زياته کړي .
رامني دغه تورونه رد کړل اوداوباما په دولت يې دبودجې دکسر اودوزګارتيا دکچې په خاطر بريد وکړ.
ټول امريکايي مفسرين په دې نظر دي چې ميترا رامني په دې مناظره کې ګټوونکي اعلام شوى دى .
دامريکا دجمهوري رياست انتخابات به دروان کال دلړم په مياشت کې ترسره شي .