دامريکا جمهوررئيس : بايد په افغانستان کې دپوځيانو دزياتوالي وړانديز له نظره وغورځوو
واشنګټن نشنل انترستباختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :
امريکايي خپرونې ( نشنل انترست ) په خپلې وروستۍ ګڼه کې يو رپوټ خپور کړى دى چې په کې ويل شوي دي ؛ دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما دې بايد په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو دزياتوالي وړانديز له نظره وغورځوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هغه ديارلس مهمې امريکايي څيرې چې په تيرو وختونو کې يې سياسي اوپوځي پستونه لرل په يوه سرخلاصي ليک کې بارک اوباما ته وړانديز کړى و چې په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو شمير کم نه کړي او ماموريت ته دې دوام ورکړي.
دوى استدلال کړى و چې دالقاعده ډله چې دسپتمبر دمياشتې د١١نيټې دبريدونو پلان يې له افغانستان څخه جوړ کړى و ، لا تراوسه پورې هم په دغه هېواد کې فعاله ده . خو دنشنل انترست درپوټ ليکوال باور لري چې دغه موضوع په افغانستان کې دامريکا دپوځي ماموريت له دوام سره هيڅ راز اړيکې نلري ځکه دسپتمبر دمياشتې د ١١ نيټې بريدونه دهغه ښه پروګرام او روزنې په خاطر چې په امريکا او جرمني کې دالقاعده جګړه مارانو ترلاسه کړې وي بريالي شول. دنشنل انترست په ليکنه ددغو پخوانيو امريکايي مقاماتو بل استدلال دا دى چې په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو دشتون دوام په افغانستان کې دياغيانو لپاره دخوندي پټنځيو د جوړيدو خنډ نه کيږي . په داسې حال کې چې دغه استدلال سم نه دى ځکه په تيرو ١٥کلونو کې نه يوازې تروريستي ډلې له منځه نه دي تللي بلکې نوې ډلې جوړې شوې او دامريکا امنيت له پخوا زيات ګواښوي.
دنشنل انترست ددغې مقالي ليکوال وايي دامريکا له دغو ١٣ پخوانيو مقاماتو څخه چې اوباما ته يې دغه وړانديز کړى دى يوشمير يې هغه کسان دي چې په عراق کې دامريکايي پوځيانو دزياتوالي دپروګرام په باب يې ده ته مشوره ورکړې وه .
په داسې حال کې چې دغه اقدام په عراق کې حالت دلنډ مهال لپاره ښه کړ خوپه اوږد مهال کې دداعش په ګډون دتندلارو ډلو درامنځته کيدو سبب شو.