دامريکا او دافغانستان د دولتي چارواکو اړيکې (په هرات کې دعکس دنندارتون عنوان)
کابل- باختر دلړم لسمه
دامريکا دمتحده ايالاتو او دافغانستان د دولتي چارواکو داړيکو ترعنوان لاندې دعکس نندارتون په نږدي راتلوونکې کې په هرات ولايت کې جوړيږي.
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد احسان سرور يار نن دامريکا دمتحده ايالاتو دقونسلګري دعامه چارو له افسرې ميرمن زودتر داختيار الدين په تاريخي قلعه کې ددغه نندارتون دجوړلو دڅرنګوالې په برخه کې خبري وکړي.
ميرمن زود تروويل په دې نندارتون کې دعکاسى ٨٤ آثاره دامريکا او دافغانستان د دولتي چارواکو دلرغونواړيکو په باب دمينه ولاو نندارې ته وړاندې شوي دي.
دباختر آژانس دخبر له مخې دغه نندارتون په شل ورځي دمينه والو پرمخ پرانستى وي.
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو په ژورتيا کې ددغه نندارتون دجوړولو ارزښت ته داشارې په ترڅ کې ددغه نندارتون دجوړولو هرکلي وکړ.
دغه نندارتون پخوا دامريکا په متحده ايالاتو کې او په دويم پړاو کې دهيواد په مرکز کې هم جوړشوي و.
په هرات کې دامريکا او دافغانستان د دولتي چارواکو دتاريخي اړيکو په نامه دعکاسي دنندارتون له پاى ته وسيدو وروسته په پام کې دي دغه نندارتون دهيواد په نورو ولايتونو کې هم جوړشي.