دامان التواريخ اووه ټوکيز تاريخ پرانستل شو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٣ :
دامان التواريخ کتاب نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيدمخدوم  رهين په شتون   دپوهاندنعمت الله شهراني له خوا پرانستل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه کتاب دډاکترسيدمخدوم رهين په همت اودده په سريزې  سره   چاپ شوى دى.
په هغې  غونډۀ کې چې  په همدې مناسبت  دفرهنګيانو په ګډون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال  مرکز کې جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيدمخدوم رهين دامان التواريخ په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  ، دا لومړى ځل  دى چې په افغانستان کې دامان التواريخ په نامه دهېواد تفصيلي تاريخ  په اوو ټوکو کې چې زموږ د تاريح په بيلابيلو دورو کې دپيښواوجرياناتو څرګندوي دي ،خپريږي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  زياته  کړه چې دغه تاريخ  دالحاج ميرزا عبدالمحمد مودب  السطان اصفهاني په نامه ديوه ايراني پوه ، مورخ او ژورناليست ليکنه ده . چې څه دپاسه اتيا کاله مخکې يې په قاهره کې ژوندکاوه او دچهره نما په نامه ديوې مجلې مدير و. او دغه مجله افغانستان  ، ايران ، هندوستان  او مرکزي آسيا ته هم رسيده.
ډاکتر رهين  دامان التواريخ دنسخې يونقل  دنيويارک  له اسلامي کتابتون څخه
کابل ته راوړى دى  او ديوې سريزې په زياتولو سره يې په عکسي ډول چاپ کړ چې دهېواد دڅيړونکو په واک کې ورکړاى شي .
دامان التواريخ کتاب دبيهقي دکتاب خپرولو موسسې په همت او دآزادۍ مطبعو په هلو ځلو سره  چاپ شوى دى او دغه کتاب داساطيرو له دوران څخه  دشاه امان الله تر زمانې پورې  زموږ دتاريخ بيلابيل پړاونه  احتوا کړي دي .
په دې غونډه کې  دافغانستان دعالمانو دسراسري شوراغړي مولوي نيک محمد ددغه کتاب  دخپرولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست دپاملرنې له امله   دقدر دانۍ په ترڅ کې  دعلم  دزده کړې دارزښت په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل : هغه يوازينۍ څيز  چې له انسان څخه تل او هميشنى پاتې کيږي  علم دى .
وروسته دخبر رسولو په برخه کې  داوږدو خدمتونوپه درناوي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاين ليک دډاکتر رهين له خوا دعبدالقدير ميرزائي په نامه يوه ژورناليست ته ورکړاى شو .
دغونډې په پاى کې هغه مستند فلم  نندارې ته وړاندې شو چې ددموکراسۍ دلسيزې دپيښو څرګندوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته