دالکترونيکي تذکري دويشلو کار په نږدي راتلوونکې کې پيليږي

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دکورنيو چارو وزارت  وايي  چې دانتخاباتو د کميسيون دانديښنو دلري کولو په خاطر  ترراتلوونکې يوي مياشتي پوري دالکترونيکي تذکرو دويشلو پروګرام پيليږي.
دکورنيو چارو وزارت دويندوى مرستيال نجيب الله دانش  دباختراژانس خبريال ته وويل ، دالکترونيکي تذکرو دويشلو دپروګرام دپيل په مقصد کاردوام لري   او ترراتلونکي يوې مياشتي پوري دغه پروګرام پيليږي.
ده زياته کړه دمخابراتو اودمعلوماتي تکنالوژي وزارت ترراتلوونکو څو ورځو پورې  ټول هغه وسايل چې دالکترونيکي تذکرو په ويشلو کې ورڅخه استفاده کېږي  اولګښت يې  چې يوسلو شل مليونه ډالره کېږي  دکورنيو چارو وزارت په واک کې ورکوي .
داپه داسي حال کې ده  چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رئيس قضاوتپوه فضل احمدمعنوي دسه شنبې په ورځ دانتخاباتو دقانون دطرحې په ورکشاپ کې   دالکترونيکي تذکرو په ويشلو کې ځنډ په راتلوونکو انتخاباتو کې د انديښني وړ وبلل او ويې ويل  چې له عادلانه اوشفافو انتخاباتو لپاره دالکترونيکي  تذکرويشل  مهم اوضروري بلل کېږي .
ويل کېږي  دالکترونيکي تذکرو دويشلو کار له دريو کلونو را په دي خوا ترلاس لاندي نيول شوي دي .
ديادونې وړده دکورنيو چارو  وزارت په پام کې لري چې دالکترونيکي تذکرو دويشلو په برخه کې څلور سوه تنه استخدام کړي چې له همدي امله مشخص پيشنهادونه دوزيرانو شورا ته وړاندې شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته