ورزش

دالمپيک دملي کميټې رييس دانګلستان له صدراعظم سره وکتل .

کابل باختر دزمري  څوارلسمه

 دافغانستان دالمپيک دملي کميټې  رييس پرون دجمعې په ورځ  دبريتانيا له صدراعظم سره  په  لندن کې وکتل .

  دالمپيک دملي  کميټې  يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل: په دې کتنه کې دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون هغه افغاني هيئت ته چې دمحمدظاهر اغبر په مشري   دلندن په  ٢٠١٢ سياليو کې دګډون لپاره لندن ته تلى دى ، ښه راغلاست ووايه او د المپيک   دسياليو په تاريخ کې يې دلومړي ځل لپاره افغان ښځې تهمينه کوهستاني ګډون مثبت ګام وباله ، کامرون دافغانستان دورزشي کاروان  وړتيا وستايله او دافغان ورزشکارانو دهلوځلو له امله يې قدرداني وکړه

 په مقابل کې دالمپيک دملي کميټې او دبدني روزنې او سپورت رييس محمد ظاهر اغبر ددې تر څنګ چې دلندن په  ٢٠١٢ المپيکي سياليو کې يې دهغوى دښه کوربه توب له امله  مننه وکړه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  ښې هيلي يې کامرون ته ورسولې .

  په دې کتنه کې دالمپيک  رييس په دې ترڅ کې چې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې يې ښځينه ورزشکارانو ته دمناسبې  زمينې  دبرابرولو په باب   رڼا واچوله ، په وروستيو کلونوکې يې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې د ورزشي ډګرونو دبيا جوړونې او ودانولو په باب هم معلومات ورکړل او په هيواد کې يې دورزش دودې په برخه کې دنړيوالې ټولنې او په تيره بيا دبريتانيا دشاهي هيواد دزياتي پاملرنې غوښتنه وکړه .

 په مقابل کې دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون دافغان ورزشکارانو د هڅونې  او ستاينې په ترڅ کې دهر ډول همکاري ژمنه وکړه،  دافغان  ښځينه  ورزشکارې تهمينه  کوهستاني  دلندن په  ٢٠١٢ سياليو کې  دخپلو سيالانو په وړاندي  په پيل کې  ټولو نړيوالو ته ښه وړتيا وښودله خو په وروستيو  شيبو کې يې ونه کړاي شول دخپلو سيالانو په نسبت وروستي کرښي  ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته