برلين باختر دلړم دمياشتې څلورمه :
دالمان حکومت په پام کې لري چې په راتلوونکي کې زيات شمير افغان پناه غوښتوونکي هيواد ته يې ستانه کړي .
ددويچه ويله خبري سايت خبر ورکړى دى چې دالمان حکومت ټينګار کوي چې دبالقان دحوزې دهيوادونو دحکومتونو رييسان دى په بروکسل کې په خپلې ننني غونډه کې په دې برخه کې ديادونې وړ حرکت وښيي .
دفدرال المان صدارت هيله لري چې ددغې غونډې په وروستي اعلاميه کې داروپا داتحاديې له کميسيون څخه غوښتنه وشي چې دافغانستان له حکومت سره دهغو افغان پناه غوښتوونکو دمنلو په باب چې پناه غوښتنه يې رد شوې ده موافقې ته ورسيږي .
دغې ورځپاڼې دغه مطلب دحکومت دکړيو له خولې او خبرو په اړوند دکورنيو سندونوله مخې ليکلى دى .
ددغو سندونوله مخې دالمان حکومت انديښمن دى ځکه په دې ترڅ کې له سوريايانو وروسته افغانان زيات شمير پناه غوښتوونکي لري .
په حقيقت کې له المان څخه دافغان پناه غوښتوونکو ايستل له کلونو کلونو راپديخوا ځنډول شوي دي سره له دې چې په سلوکې يوازې نږدې پنځوس دغه افغانان دپناه غوښتوونکو په توګه منل شوي دي .
دالمان دايالتونو دکورنيو چارو وزيران وايي چې افغانان بايد يوازې هغه وخت وايستل شي چې دپناه غوښتنې دوسيه يې په هراړخيز او انفرادي ډول وڅيړل شي
ويل شوي دي چې له ٢٠١٢ ميلادي کال څخه وروسته په هيڅ کال کې دافغان پناه غوښتوونکو له لسو څخه زياتې دوسيې په ډول نه دي څيړلې شوې .
دبايرن ايالت دکورنيو چار وزير يواخيم هرمن وويل بيړني اړتيا ده چې د ردوشويوافغان پناه غوښتوونکي ايستل په پراخه توګه عملي شي موږ بايد په دې برخه کې يوڅرګند حرکت وښيو .
2 1 دقیقه لوستل