دالجزاير دطبيعي دګازو دراايستلو په تاسيساتو دجګړه مارانو په بريد کې يرغمل نيونې .
الجزيره باختر دمرغومي ا ته ويشتمه
دالجزاير په ختيځ کې دان امناس ښار دګازو دراايستلو په تاسيساتو دبريد له امله دوه تنه وژل شوي او څو تنه بهرني اتباع تښتول شوي دي .
ددغې پيښې قربانيان بريتانويان او فرانسويان وو .
په القاعده پورې اړوندو اسلامپالو جنګياليو ويلي دي چې دغه بريد ددوى له خوا شوى دىى .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه تاسيسات لاتراوسه پورې دجنګياليو په واک کې دى دوى ادعاکړې ده چې شپږ تنه يې نيولي دي .
دتښتول شويو کسانو مليت څرګند نه دى .
دبي پي دنفتي شرکت چارواکو ويلي دي چې بريد ددغه شرکت ترادارې لاندې دطبيعي دګازو دراايستلو په تاسيساتو کې شوي دي دبي پي په بريتانوي شرکت سربيره نارويژيان او الجزايريانو هم په دې ډګر کې فعال دي .
دناروي داستات اويل شرکت چارواکي وايي په دې پيښه کې ديارلس تنه کارکوونکي يې يرغمل شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ددوو تنو غير الجزايريانو په ګډون شپږ تنه په دې بريد کې ټپيان شوي دي .
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې ددغه هيواد څو تنه اتباع په يو تروريستي بريد کې نيول شوي دي خو ددغو کسانو شمير يې نه دي مشخص کړي .
دايرلند جمهوريت دبهرنيو چارو وزير هم ويلي دي چې ددغه بريد په بهير کې يو ايرلندي تښتول شوى دى .
دغه راز جاپاني رسنيو هم دڅو تنو جاپانيانو دتښتول کيدو خبر ورکړى دى .
دغه بريد الجزاير په ګاونډ مالي کې دوسله والو اسلامپالو ډلو پرخلاف دفرانسوي ځواکونو له بريد سره جوخت شوى دى الجزاير فرانسوي الوتکو ته له خپل هوايي حريم څخه دتيريدو اجازه ورکړې ده .
اسلامپالو جګړه مارانو پخوا ګواښ کړي و چې په مالي دبريد په صورت کې په دغه شان غچ اخستونکو اقداماتو لاس پورې کوي .