داقتصادي همکاريو او دسياسي موضوعګانوپه اړوند خبرې وشوې
کابل باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون په کابل کې دتاجکستان جمهوريت له سفير شريف الدين امام موف سره ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو او دسياسي موضوعګانوپه باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې امام موف دافغانستان داسلامي جمهوريت او دتاجکستان
جمهوريت ددوه اړخيزو او دوستانه اړيکو په باب رڼا واچوله .
وروسته دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين د تاجکستان جمهوريت دورورګلويزو همکاريو له امله په قدر دانۍ سره دافغانستان او تاجکستان ترمنځ د ورورګلويزو او دوستانه تاريخي او فرهنګي ديپلوماتيکي اړيکو دشتون يادونه وکړه.
وروسته دتاجکستان جمهوريت سفير دافغانستان په جيلونو کې دتاجکي بنديانو دهويت دپيژندنې او تثبيتولو دموضوعګانو اوله هغه موافقه ليک سره سم چې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دتاجکستان جمهوريت ترمنځ لاسليک شوى دى ، د دواړو هېوادونو دبنديانو دتبادلې په باب خبرې وکړې.
ده د افغانستان له لوري غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې ددغه هېواد دبنديانو دقيق شمير معلوم شي او دغه راز خپل هېواد ته دهغوۍ دليږدونې او په افغانستان کې دهغوۍ دستونزو دحل کولو په باب جدي پاملرنه وشي .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په دې ترڅ کې چې ژمنه يې وکړه چې ددغو موضوعګانو دڅيړنې او څارنې په مقصد دده په مشرۍ يو کميسيون جوړوي او دغه موضوعګانې په جدي توګه تعقيبوي او وروستى رپوټ او لست به يې دقنسلي مقاماتوله خوا په کابل کې دتاجکستان جمهوريت سفارت ته وليږل شي ټينګار وکړ چې ددغه هېواد دبنديانو دليږدونې موضوع هم په جدي توګه دافغانستان داسلامي جمهوريت له اړوندو ادارو او مسوولينو سره تعقيبوي چې په پاى کې په ډير لنډ ممکن وخت کې ددغې ستونزې د حل کولو لپاره مناسبه لاره پيدا شي .
دغه رازپه دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان او سيمې دسياسي اوقتصادي موضوعګانو ، له ترکمنستان څخه تاجکستان او افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ د غځولو دپروژې افغانستان ته ددغه هېواد دبريښنا دليږدونې او دبيې دټاکنې ، دافغانستان اوتاجکستان ترمنځ داقتصادي او ترانزيتي همکاريو او دافغانستان ،پاکستان او تاجکستان ترمنځ ددريو اړخيزو همکاريو اوپه سيمه او په خپلو هېوادونو کې له تروريستانو اوبنسټپالو سره دجدي مبارزې په باب خبرې وکړې.