دافغان ښځوشبکه يو سرخلاصي ليک جمهوررييس ته ليږلي دي.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دافغان ښځو شبکې نن ديوې غونډې په ترڅ کې دښځو دحقوقو  دفعاليتونو، دلسو کلنو برياليتوبونو ، دتاوتريخوالي دعواملو  اودښځو په حالت  دهغو د اغيزو په باب خبرې وکړې .
دباختراژانس د خبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې  چې دافغان ښځو دشبکې له خوا جوړه شوې وه يوشميردولتي مسوولينواودښځو دحقوقو فعالينو ګډون کړي وو.
دښځودچارووزارت مسلکي معينې مژګان مصطفوي دښځوپرخلاف  دتاوتريخوالي  دکمښت په برخه کې ددغه وزارت دکړو  وړو په باب خبرې وکړې  ، بيوزلي  اودسودا  ټيټه کچه ، جګړې ،  اوددين  د احکامو په باب ديوشمير خلکو نه پوهاوي  يې په افغانستان کې دتاوتريخوالي  له مهمو عواملو څخه وبلل او ويې ويل دتاوتريخوالي اصلي جرړې  دټولنې  په ناوړو دودونو کې دي چې  ددوامدارې مبارزې اوکار  غوښتنه کوي  ترڅو وکولاي شو دښځوپه نسبت دټولنې دافرادو په نظرکې  بدلون رامنځته کړو.
په دې غونډه کې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالي دمنع کولو دڅارنوالي رييسې  قدسيې نيازي هم  خبرې وکړې  او ويې ويل  ترهغه پورې چې دتاوتريخوالي دعواملو جرړې ونه موندل شي  نه شو کولاي دهغه پرخلاف مبارزه وکړو.
دې وويل : له بده مرغه په هيواد کې  دښځو سپکاوي په يو عرف بدل شوى دى .
دې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو ، دقانون تصويب او تطبيق دښځوپرخلاف دتاوتريخوالي دمبارزې په برخه کې ددولت  له اغيزمنو  اقداماتو څخه وبلل او زياته يې کړه  دهيواد په بيلابيلو شپږو زونونو کې  داختصاصي څارواليو په  جوړولوسره  کيداي شي هيله من واوسو چې دتاوتريخوالي کچه  کميږي .
دښځودشبکې رييسې عفيفې عظيم  دننني غونډې په باب دباختراژانس خبريال ته وويل:  دافغان ښځو شبکې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالي  دعواملو دموندلو په مقصد تحقيقات ترسره کړي دي  چې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالي يو لړ عوامل او مسئلې يې ترلاسه کړي دي   چې دهغه له مخې دجمهوررييس په نامه  يو سرخلاصي ليک چمتو شوى . 
ددغه ليک په يوه برخه کې ويل شوي دي  دهيواد په ځينوسيمو کې دښځوسرونه غوڅيږي  ، په ډزو سره وژلې کيږي  اودخپلو کورنيو دسترګو په وړاندې وژلې کيږي  ، په غوجلو کې بنديانې کيږي اوترسختو شکنجو او جنسي تيريو لاندې نيول کيږي . دتروريستانو اويرغلګرو له  ويرې  ښوونځي ته له تللو څخه ډډه کوي  .
دښځو فعالانو په دې ليک کې  له  جمهوررييس څخه وغوښتل چې په دې برخه کې يوفرمان صادر کړي  چې کشفي  ، عدلي  اوقضايي ارګانونه موظف شي   چې دښځو او نجونو دتاوتريخوالي او وژنې دقضيو دڅيړنې په لاره کې زيات جديت وکړي  . ددغه ليک په يوه  بله برخه کې  دتاوتريخوالي دپيښو دڅيړنو په مرکزونو کې  دښځو دکمرنګه شتون يادونه شوې ده  اوهيله شوې ده  چې دسترې محکمې په عالي شورا کې  ديوې ښځينه قاضي او دلوى څارنوالي دمرستيالې په توګه ديوې ښځې  ټاکنې ته پاملرنه وکړي  .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته