کابل باختردتلې د مياشتې ٢٨ :
دافغانستان دژورناليستانو او خبريالانو ملي اتحاديې نن په يوه خبري غونډه کې دخبريالانوپرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو او دمحمديعقوب شرافت دشهادت دعاملينو دڅارنې غوښتنه وکړه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوه دافغانستان د ژورناليسانو او خبريالانو دملي اتحاديې رئيس ميرعلي اصغر اکبرزاده په هېواد کې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي د مواردو له امله انديښنه څرګنده کړه او دهېوا د له امنيتي اوقضايي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د خبريالانو او درسانه يي کارکوونکو پرخلاف دتاوتريخوالي مخه ونيسي .
ده دمحمديعقوب شرافت شهادت دردونکى وباله او ويې ويل چې دخبريالانو د ځورونې او کړونې موارد او آن دهغوى شهادت ددې څرګندوى دي چې په هېواد کې خبريالان مصوونيت او امنيت نلري.
ده وويل چې مطبوعات يو داسې نيالګى دى چې خبريالانو هغه تراوسه پورې په خپلې وينې سره خړوبه کړى دى .
ده څرګنده کړه چې تراوسه پورې دخبريالانو دشهادت قضيې اودهغوى پرخلاف دتاوتريخوالي موارد نه دي تعقيب شوي .
په دې غونډه کې په سياسي چارو کې دجمهوررئيس سلاکار محمدداودګلزار وويل چې په افغانستان کې جګړې دوام لري اوپه دغو جګړو کې هېواد او خلکو ته زيات تاوانونه اوښتي دي او دملي راديوټلويزيون دخبريال شرافت شهادت هم سياسي اړخ لري اوپه دې لاره کې دهېواد دښمنانو زياتې پيسې او بودجه بيله کړې ده چې دخبريالانوپه شهادت اودهغوى پرخلاف دتاوتريخوالي اودقومي او حکومتي مشرانو ترمنځ دنفاق په پيداکولوسره خپلو ناوړو موخو ته درسيدو په لټه کې دي.
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وياند اورسانه يي سلاکار هارون حکيمي
دمحمديعقوب شرافت دشهادت له امله دډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او زياته يې کړه چې حکومت دخبريالانو دسر دمصوونيت لپاره هلې ځلې کوي اوپه دې برخه کې دملي امنيت په شورا کې يو طرزالعمل برابر شوى دى چې عملي کيږي.
حکيمي وويل چې دمحمديعقوب شرافت شهادت هېواد او درسنيو کورنۍ ته يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه ده .
په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړي لالي حميدزي وويل چې زموږ هېواد له زياتې مودې را په دې خوا د جګړې داور په لمبو کې سوځي اوپه دې اور کې هره ورځ زموږ هېوادوال ستي کيږي.
په دې غونډۀ کې نورو ويناوالو هم دخبريالانو دسر دامنيت په تامينولو ټينګار وکړ اوله دولت څخه يې دمحمديعقوب شرافت اودهغو نورو خبريالانو دشهادت دپيښو دڅارنې غوښتنه وکړه چې په دې لاره کې شهيدان شوي دي.
0 2 دقیقې لوستل