دافغان سرحدي ساتوونکو او دپاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته هماغه شان دوام لري

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٦ :
په داسې حال کې چې دافغان سرحدي ساتوونکو او دپاکستاني پوځيانو ترمنځ  نښته هماغه شان دوام لري؛ د ختيځ ولايت ننګرهارسيمه ييزو مقاماتو په دې نښته کې دڅلورو تنوپاکستاني پوځيانو د وژل کيدو خبرورکړ.
دننګرهار ولايت په  ګوشتې ولسوالۍ کې يو سيمه ييزمقام دباخترآژانس خبريال  ګلستان غالب ته وويل چې تراوسه پورې په دې نښته کې درې تنه پاکستاني  پوځيان وژل شوي دي او څوتنه نوريې ټپيان شوي دي .
ده وويل چې افغان پوځيانو دپاکستان درې نور پوځي قرارګاوو ته چې دافغانستان په خاوره کې جوړې شوې وې؛ هم اور اچولى دى او د هغوى يو زغره وال ټانک يې ويجاړکړى دى .
له بلې خوا، دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوى ادريس مومند باخترآژانس ته وويل چې په لسګونو پوليسان له افغان سرحدي ساتوونکوسره دمرستې لپاره  د نښتې  ساحې ته څېرمه  ځاى پرځاى شوي دي .
د افغان ځواکونو اودپاکستاني پوځيانو ترمنځ  جګړه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې هغه وخت ونښته چې پاکستاني مليشو  غوښتل دافغانستان په  خاوره کې د افغان سرحدي ساتوونکو له خوا ويجاړې  شوې پوستې او دروازه بيا جوړې کړي.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي. .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته